نظم
ولی ته
Ghani Khanتۀ اول هم زما رور وے
زبرگه بيا مې هغه رور شوې
تۀ زما د ښکر پټکے ئې
تۀ زما د سترگو تور شوې
هيله ؤدې ښول جهان ته
چې د هغې بابا زوې ئې
چې د حق اؤ نا حق جنگ شی
تۀ زمونږه ازمرے ئې
زما نوم هم روره ليک کړه
د ملگرو په لښکر کښې
هغه زوړ د مينې يار شه
د غنی د زړگی سر شه