شعر وژنی مې خپل ورور Malang Jan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 وژنی مې خبل ورور په کولو دا د چالمسون دي بې ګناه مي جوړبه کاله وار په وار شب خون دي 02 نوم د ازدۍ چي واخلم بیا یې مي زندان لره مال و ملک ضبطېږی رانه دا په کوم قانون دي 03 زه د دې دنیا عدل و انصاف ته حیرانیږمه ورک په سپین میدان ولي رواحق د پښتون دي 04 کله مسلمان پر مسلمان باندي تعدا کوي نن چي داسي کیږی خو دبل په پیوستون دي 05 خداي لپاره ورونو تمام قوم سره تړون وکړئ یو یو تالا کیږو دا سبب مو د بیلتون دي 06 لاړ شه ملنک جانه پښتونخوا په غرو کې وژاړه کار دلس وشل نه دي دا کار د شل ملیون دي Dictionary meaning × Headword