نظم

وزير

Ghani Khan

خدائي گو جوړ هېر دې کړو بيا زما احسان وزيره!

ووټ مو در کړے دے ښکته که ځان وزيره!

که سکول ماسټر برخوردار

بنده د نېر جمعدار

زوئې مې نائب تحصيلدار

لږ شان پوليس را چې مې مړ کړی تربوران وزيره !

ووټ مې در کړے دے ښکته که ځان وزيره

تمانچه ورور له زما

دوه ژرندې مور له زما

اؤ پټے نږور له زما

چرته تجويز د وادۀ کړه زوئې مې دے ځوان وزيره

ووټ مې در کړے دے ښکته که ځان وزيره