نظم
ياره مُلا جانه
Ghani Khanځه چې ورله لاړ شو په خندا په چُورلکونو
گرانه ده دا لاره په نفلونو اؤ غمونو
گوره ده دا لاره په نفلونو اؤ غمونو
گوره اياتونه دی گلونو کښې گلونو کښې
تل رڼا رڼا وی نظرونو د مئينو کښې
ځه چې په خندا دې د رڼا جهان له بوځمه
مست لکه سخوندر دې په در کا جانان له بوځمه
اؤ ستا د چونياڼۍ په خوا کښې ماله برنډه پکښې
پورته به کړو ښکلئئ د اسلام سپينه جنډه پکښې
بل ته به ئې حرم کړو مونږ به کوو گلی ډنډه پکښې
خوره د مېوه جاتو، حلواجاتو دا ونډه پکښې
وا د اتڼ منځ پکښې او لنډه دې څنډه پکښې
ټول عمر ئې مړ کړې مُلاجانه څۀ ترې جوړ نۀ شو
دغه جواری تۀ وئی پولاؤ شه اؤ پولاؤ شه
دغه جواری ته وئی پولاؤ شه اؤ پولاؤ شه
اؤ کۀ تۀ زما منې زما خو داسې خوښه ده
ياره مُلاجانه په دې بله تۀ راتاؤ شه
زه چې يارانه وکړم نو لوط شی اؤ ثمود شی
تۀ چې پرې ور جوړ شې نو اياز شی اؤ محمود شی
يو مينار د حسن شی اؤ بل د وفا ستورئئ شی
يو شی د بلال نوسی او بل د الله سيوری شی ـ
تۀ ئې په رڼا په سمو لارو اؤ کوڅو لټئ
زۀ ورله ورځم په صحراونو، تورتمونو کښې
تا په کتابونو گمبتونو کښې گېر کړے دے
زۀ ئې مسکے وينم په رنگونو په گلونو کښې
تا ئې نرخ او تول منظور کۀ، سود غواړې سودا کښې
سود او زيان خو نشته دے د عشق په کتابونو کښې
تۀ خو ځې دربار ته لوړو سپينو مقامونو له
زۀ خو ئې دا خاورې لټومه قدمونو کښې
نۀ ترې دې دُنيا کښې ښه او هغلته لاښه غواړې
ښه اؤ بد لا کوم دی د جانان په نظرونو کښې
مونږ نوکری نۀ شو کولې، خان اشنائی نه کوی
څۀ درک شو يار، زمونږ د خان په جنتونو کښې
ياره مُلاجانه بيا دې کور د گټې ونيوۀ
هم په خانکانو کښې او هم په خانکونو کښې
دا د ملاجان خبره ډکه د مطلبه
حورې، غلمان پرېږده دلته ټق وچاودم ربه