نظم

يوه قصه

Ghani Khan

څوک په ساز کښې

څوک په خوږ، سوی رباب کښې

څوک په مسته ترانه کښې

يو ټپه، بل افسانه کښې

هر وخت هره زمانه کښې

په فراق، په يارانه کښې

بس دخپل ژوندون قصه ده

په هر مخ د دې کتاب کښې

څوک ئې وئی په مړاوو سترگو

څوک په مست رنگين رباب کښې

څوک د تال اؤ حرکت نه

کړی ژړا اؤ خندا جوړه

ټول وجود ئې يو ارمان شی

چې د غم کړی گډا جوړه

لاس او خپې د گلو څانگې

د بوډئ ټال په حباب کښې

داسې خېشت ، داسې رنگونه

نشته نشته په گلاب کښې

خو هم هغه يو ارمان دے

دې د تال اؤ شرنگ درياب کښې

هم هغه يوه قصه ده

په هر مخ ددې کتاب کښې

څوک ئې سا ټکی راواخلی

په خپل اور سره لمبه کړی

يو مستی سرور ترې جوړ کړی

په جانان ئې صدقه کړی

کله ئې ډوب کړی، خپل خُمار کړی

دوی هم ځان سره نشه کړی

کله تور غمگين ماښام کښې

دوی يو غم کړی يوتياره کړی

يو بې وسه مايوسی شی

نا اُميد اؤ روک ماتم شی

يو بې نومه اضطراب شی

سوے لوے پرې ادم شی

د سرو جام د مېخانې کښې

د جومات په سپين محراب کښې

د صوفی په پټ سرور کښې

د عاشق د عشق شراب کښې

د شاعر د لاس کمال کښې

په جنون، په اضطراب کښې

بس يو رنگ دے چې ځليږی

هم جانان کښې، هم گلاب کښې

هم په ساز کښې هم په تال کښې

هم په خوږ، سوی رباب کښې

يو خوا تور مغروره مرگ دے

بل خوا ژوند يؤ رنگين خوب

يو خوا غم، درد اؤ تياره ده

بلخوا مست شان لېونتوب

يو خوا ژوند يو بې وسی ده

لويه توره مقبره ده

بلخوا ژوند يوه مستی ده

د اميد ارمان نشه ده

په يو سوال دې هم پوئې نه کړم

د ژوندون په لوئې کتاب کښې

دغه سوال بس دغه سوال دے

هم په رقص، هم په رباب کښې

عاشق مينه کښې سرورکښې

شاعر غم اؤ اضطراب کښې

هم هغه يوه قصه ده

په هر مخ ددې کتاب کښې