نظم

يو بې مهاره اوښ ته

Ghani Khan

تۀ اول هم زما رور وے

مړه راشه بيا مې رور شه

يا مې سور د پټکی گل شه

يا مې نر د وينې اور شه

د پښتون د ځيگر رحم

د پښتون د وروځو تور شه

چې د دۀ په سر غويمې وی

تۀ د دۀ د مټو زور شه

گنی لاړې اؤ ورکېږې

سر په کندو دې کاروان شۀ

تۀ خو دې بنگلو ته رپې

بُونېريه! کُور دې وران شۀ