نظم
يو نامعلوم جانان ته
Ghani Khanچې څۀ مې زړۀ کښې دی وئيلې نۀ شم چې دروغ وايمه شرميږم
ما د کتاب په دې معصومه زمکه چرې دروغ ليکلې نۀ دی گله
ستا د خائشت ثانی دُنيا کښې نشته، هر چا ته خپل جانان ليلی ښکاری
اې د وفا د مينې بلې شمعې اې د ژوندون اخر جانانه زما
ستا د رفتار اؤکړۀ اؤ وړۀ په مخ کښې دا ښاپيرۍ دا هوسۍ شلې ښکاری
تۀ په خزان کښې د بهار رېبار تورو تيارو کښې د سبا ستورے
تور بيابان کښې د لاله ښکلے گل ماته د حسن لوې جهان ښکاری
يا هغه وخت وۀ ما د وخت نه جوړول منونه اوس په دې شلو گوتو څۀ وليکم؟
زړۀ اؤ دماغ مې ټول د تانه ډک دی يوه ذره پکښې د بل څۀ نشته
کۀ ټول جهان د ښاپېرو نه ډک شی واړه به ښې وی ستا نه ښۀ نشته دے
ته زما حوره تۀ زما گلونه زما بهار اؤ زما سرۀ گلونه
تاته په مينه هم کتلے نۀ شم چې څۀ مې زړۀ کښې دی وئيلې نۀ شم