نظم

يو ټکے

Ghani Khan

دا لکها زره کتابه، مونږ دا ټکے زده کړې

کۀ تک تور وی هم خېشته شی، يار چې ستا دزنې خال شی

خټه، خټه، ورکه خټه، بې درکه بې زبانه

د کلال گوتې چې ورشی، د کلال د سترگو خيال شی

يا د چا وړه ډيوکه، يا گلاب گوتو کښې جام شی

د خيام لونگين خيال شی، د ساقی رنگين جمال شی