نظم
يورپ
Ghani Khanد مغرب د سوی زړۀ نه، يوه سوې کريکه وځی
جنگ دے داسې دړدؤلے، اوس هم رپی، اوس هم سوزی
ماشومان، گلونه ښکلی اميدونه نيازولی
د سبا خوبونه خاؤرې پرونی، سازونه غلی
د يو يم په سور انگار کښې ټول ذره ذره ايره شی
دا تورتم چې په چا تېر شی، ورته ټول جهان تيارۀ شی
ژوند يو ټوقه بې مطلبه ډک د دړده د غضبه
څۀ ثناء به د رب واؤرې په سرو تېلو کښې د کبه
دا ړاندۀ په بقو گوری، لمبو سوے ئې نظر دے
دوی بيناؤ ته ړاندۀ وئی اؤ چغر ئې پېغمبر دے
هر ماښام رنگينې خاؤرې، تا نه تل ختلے نمر دے
پاسه پاسه راپېدا که، يا يو بدهـ يا مسيحا نن
گنی لاړۀ تيارو يوړه دا ړنده شله دُنيا نن
ورته ووايه چې مرگ بس د ژوند د ليدو تول دے
د ژوند سرۀ گلاب پرې بچ دی، مرگ کۀ تور د ازغو شپول دے
کۀ مرگ نۀ وے ژوند به نۀ وۀ، هر ماښام په دې پوهيږی
بنده ځکه په ورځ پوهـ شی، چې ماښام کښې تيارۀ کيږی
انسان نۀ دے تشه خاؤره، چې په خاؤره کښې شی خاؤرې
دۀ کښې سوز، دۀ کښې مستی ده، دۀ کښې مينه اؤ خُمار دے
دا به کوم لحد کښې ږدې تۀ، دۀ له کوم قبر تيار دے
اے غُلامه د پنجرې دې تيارو کښې پروت، ځان که هېر لږ چاپېره خو وگوره
د جانان د خېشت اؤ د مينې نور، په هر خوا برسېره خو وگوره
هره پاڼه کښې ژوند لازواله ژوند، هر گلاب کښې درياب د سرور دې
بدليدل د ژوند د دوام ده لار، گوره هره غوټۍ کوه طور دې