غزل
یاره چې اسمان ته دې باڼه ګوري
Hamza Shinwariیاره چې اسمان ته دې باڼه ګوري
سترګې دې زما په مخ کې څه ګوري
غل د محبت غلطېدې نه شي
څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري
شونډې دې خواږه خواږه ستونه کړي
سترګې دې اشنا ولې کاږه ګوري
ښکلی نظر ستا چې بې قراره دی
زړه ترې نه ورک شوی دی که زړه ګوري
سترګې چې د سترګو په لار زړونه وړي
څوک د تورې شپې به چرته غله ګوري
زه حمزه په زړه هم ورکتې نه شم
څه پرې که اشنا مې په لېمه ګوري