غزل
زما زړه دې وي داغدار ښه
Hamza Shinwariزما زړه دې وي داغدار ښه
ستا خالونه په رخسار ښه
ته رنګ رنګ جوړوه زلفې
زما عمر دې په دار ښه
ته په سترګو کې مسکۍ شه
ښخ زما په زړه کې خار ښه
ګله، تا بهر ته بوزي
له رقیبه نوبهار ښه
نن دې کړې دنداسه ده
اور دې بل په هر گفتار ښه
ته چې لږ پرې خوشحالېږې
غم زما په سر بسیار ښه
د وصال په شپه تلوار کړې
دې تلوار دې له تلوار ښه
وعده مه کوه، خو راشه
له ګفتاره وي کردار ښه
چې اشنا د چا طبیب شي
هغه درست عمر بیمار ښه
زه قیدي د رواج نه یم
ګرېوان مې تار په تار ښه
ته مغرور او بې نیازه
زه نیازمند یمه خاکسار ښه
ستا د وریځو له دې ګونځې
د تېرې تورې پرهار ښه
په ژړا زما سوالونه
په خندا د تا انکار ښه
شپه د وصل، سروې قدې
له وصاله دې رفتار ښه
اوس وصال دې ګلې مه کړه
هر یو کار وي په خپل وار ښه
ته زما د کور په لاره
او زه ستا د کور په لار ښه
ستا تازه ښېوې نازونه
د حمزه تازه اشعار ښه