غزل ګوره چې خندا کوې په سترګو کې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ګوره چې خندا کوې په سترګو کې کار د مسیحا کوې په سترګو کې 02 یو ته قهر، بل ته مهر شابسې دا کوې، هم دا کوې په سترګو کې 03 ای نظره، نن یې تصور شو جوړ څه شوې، تماشا کوې په سترګو کې؟ 04 اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه قدح د صهبا کوې په سترګو کې 05 مخ دې که وعدې د سبا تل کوي یاره، ته بېګا کوې په سترګو کې 06 ستا له ژبې خوند کوي اشنا دروغ څو، که ته رښتیا کوې په سترګو کې 07 ښکاري چې ته ساتې د ژبې اعتبار تل چې ته وینا کوې په سترګو کې 08 شوې په اشنایۍ کې نااشنا ځکه ځای د هر اشنا کوې په سترګو کې 09 زه حمزه دعا درته په خوله کوم ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې Dictionary meaning × Headword