غزل

زه چې راخلمه کچکول او ستا ملنګ شم

Malang Jan

نوهغه ساعت به تېر تر نام وننګ شم

نام وننګ به وي هغه ځای رانه پاتې

به کوم ځای کې چې زه ستا په تو مت رنګ شم

پروا نشته که دنيا راپورې خاندي

ما شوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم

ستا په عشق کې که   ستي شمه په اور کې

فخر کاندم که زه ياد لکه پتنګ شم

ما چې عزم ستا د سپين رخسار دی کړی

وابه نه وړم که په وينو کې رنګ رنګ شم

په شا تلل د مېړ نېيو  بدنا مي ده

اوس به زه ملنګ جان څه رنګه په څنګ شم