نظم

زۀ هم جادوگر يمه

Ghani Khan

رنگ اؤ اواز دواړه د اوو اوو پردو دی جوړ

زۀ د "ساز" اؤ "ساه" نه رنگ د رنگه ژړا جوړه کړم

زۀ چې په ژړا شم مست رباب لمبو کښې او ژړوم

زۀ چې په خندا شم په شپېلۍ کښې خندا جوړه کړم

هر ماښام کښې زۀ يمه چې زېرے د سحر يمه

زۀ هم جادوگر يم اشنا زۀ هم جادوگر يمه

ماته چې زندان کښې به داخپل جيندے راياد شولو

بس شعر به شو"جيندے" به وۀ اؤ شنۀ شنۀ چمنونه

اؤ ماته به صحرا کښې د "بونېر" په سترگو سترگو

نو شگې به شړشمې شوې اؤ زيړ پکښې گلونه

ناگاه به لرې، د پروجې لوبه شروع شوله

پړق به د تمبلو شو اؤ سرۀ پکښې لاسونه

مې منه، منکر شه تې، وئی څنگه تې منکر شمه

ماته ئې په شگو کښې ټوکولی دی گلونه

دومره خزانه چې د قارون خوب کښې هم نشته

چارچاپېره خاورو کښې لعلونه دی لعلونه

زۀ چې په ماښام کښې د جانان د ديدن اوږے شم

ځان له د ايرانه شيرينۍ په خندا راولم

زۀ چې مېخانه کښې د ساز جام د رنگ اوچت کړمه

مينځ دمنارو له روښانۍ په گډا راولم

ژوند چې يو تور تم شی د سپوږمۍ رڼا رڼا نۀ وی

زۀ شمه مشال ځان ته په خپله رڼا جوړه کړم

کوم جهان چې راشی يو پوټے مې دنظره چپ

روک ئې کړم اؤ غرق ئې کړم او بله دنيا جوړه کړم

اؤ وگوره جانان په يو ساعت کښې يو صحرا کړی خور

اؤ زۀ هم ورله ياره يو ساعت کښې ليلی جوړه کړم

ټول جهان گلزار وی، زۀ د چا د چا دلبر شمه

زۀ هم جادوگر يم اشنا زۀ هم خندا جوړه کړم

پنډ د بدو واخلم د ښو پړے ترې چاپېره کړم

څومره بدمعاشی په يو سپق ږيره کښې گېره کړم

دا دوه سترگې پټې کړم اؤ ټوله دُنيا هېره کړم

کښېنم د پوزی نه مې يو سُور محل چاپېره کړم

گل د صنوبر شم چې ويم گل د صنوبر يمه

زۀ هم جادوگر يم اشنا، زۀ هم جادوگر يمه

بند کۀ مې اواز کړی څوک زۀ ساز کښې ترېنه وتښتم

څنگه سوې سوې د رنگونو دُنيا جوړه کړم

سيم اؤ لرگے واخلم ترې ماتم واوېلا جوړه کړم

ډول چې په حلقو کړم، څۀ باغچه د هوا جوړه کړم