نظم
ځار درنه شمه
Ghani Khanاے خدايه! عقل راکړه، اے خدايه! پويه را
زړگے مضبوط راکړه اؤ سينه لويه را
سترگې د نمر راکړه ، رحم د ځان را
بيا ټول غمونه دې ددې جهان را
ماته ئې په سر کړه ځار درنه شمه
زۀ به ئې وړمه
زۀ به ئې وړمه
يار بهادر راکړه کۀ همت نۀ راکوے
غېرتی ورور راکړه کۀ غېرت نۀ راکوے
د سکندر بخت را، د دارا خيال را
مټ د خالد کښې توره هلال را
اسلام دې پرېږده ماته ځار درنه شمه
زۀ به ئې وړمه
زۀ به ئې وړمه