نظم
زړۀ مې گوره
Ghani Khanاميران به پولاؤ در کړی
کړه قبوله زما سپوره
د هغوی کره نور ډير څۀ
ما کره نشته دئ نوره
چې لرم څۀ ټول حاضر دی
دسترخوان نه، زړۀ مې گوره
هائ چې ما وراتۀ تيتری
تاله راوړی وئ د کوره
ائ چې سرۀ واړه چرگوړی
تا خوړې زما د شکوره
دا د مينې جواری وئ
بسم الله کړه زما وروره
د غريب خواره ډالۍ وی
دسترخوان نه، زړۀ مې گوره