نظم
زرېنه
Ghani Khanتوره شپه وه او تياره وه اودۀ جهان اودۀ وۀ
اؤ د بدو په پالنگ پروت ښاپېرے خېشته د ښۀ وۀ
په گلونو کښې ايرې وې، د بهار په سر خزان وۀ
شمع سره لمبه د اور وه اؤ دشمن رقيب جانان وۀ
خزانه د قارون نۀ وه، د فرعون زور او نفرت وۀ
په دوزخ باندې خور شوے گرم تور او سور جنت وۀ
سرور نۀ دے مشغولا وه، عبادت نۀ وۀ شوکت وۀ
د کعبې مُناره نۀ وه، بُت، د بُت په سرگمبت وۀ
اے جانانه! چې تۀ راغلې، ستا په باغ کښې تور خزان وۀ
هغه ورځې مرگ وصال وۀ، هېرول ياد وۀ ارمان وۀ
لولکۍ د ارمان نۀ وه، ځان يو لوئې اؤ تور ښامار وۀ
عاشق روک وۀ په خپل وير کښې او جانان ولاړ په دار وۀ
تۀ په دغه وخت کښې راغلې، خپل ښائست سزا دې راوړه
د صحرا يخو درو له اميد راوست سا دې راوړه
دئې محل له د تيارو تا، ښاپېری د ځلا راوړه
د غمونو باد قلا تا، سرور اؤ خندا راوړه
دئې د ژمی تور ماښام کښې، سپينه شمع شوې اؤ نور شوې
د غلام خفه ځيگر کښې، څۀ خندا شوې څۀ سرور شوې
د عيسی خاکساره خود له، مست خوبونه دغرور شوې
دموسی شکی نظر ته پړق رڼا دکوه طورشوې
اے وړوکی شاه جهانه، بند قلا کښې د تقدير
خزانه د فقيرانو، لوږه تنده د امير
ستا هډوکو کې پراته دی، تور ماښام اؤ سپين سبا
تا کښې ژوند ارمان د ځان دے، تا کښې حُسن د اسير
دا ستا ښپې اؤ لاس اؤ سترگې زمونږ داد دے اؤ ارمان دے
ستا په سترگو کښې روښانه څۀ بنده دے څۀ رحمان دے