نظم

زوړ اور

Ghani Khan

اوه د غمه مې شو سپين د سترگو تور

وسوم خاورې شوم ايرې شوم لکه سکور

اے بلبله! کۀ ژړا کړې ماله راشه

گنی ځه! کۀ خاندې وخندوه نور

سوے لوے لوغړن پتنگ وے خلقه!

راشی وگوری زۀ نه يم سوے په اور

لاله وشرمېدۀ سترگې ئې کړې ښکته

بورا وليدۀ راپرېوته نسکور

غټې سترگې د نرگس اوښکو لاهو کړې

په لمبو شو د مودو مړ شوے اور