نظم
زبرگ
Ghani Khanچې دې وس د بدو نۀ وی څۀ به تۀ، څۀ به دې ښه وی
توبه هله د شرابو چې شراب درته پراتۀ وی
چې بوډا شې خوله کړشپه، بيا توبه توبه د څۀ کے؟
هغه ښه د بدو، بد وی، د ناکامه چې تۀ ښه کے
مُلا ناست د ټوکړو شکور ته وائی رندانو ته خراب
غريب څۀ وکړی جومات کښې، نۀ معشوق شته، نۀ شراب
دا چې باغ دگلو ډکی وی، مستانه غوندې ماښام وی
دا چې سرې شونډې ساقی دے، په سور لاس نيولے جام وی
دا چې تاته رڼې سترگې غلې ووائی سلام
په مکيز دې زړۀ کښې بل کړی د مستئ دوزخ تمام
او وائی راشه راشه ياره وخت دے لږ خبرې ډيرې
اؤ بيا دې ورو شان د اوږو نه پستې ليچې کړی چاپيرې
خوله دې خولې ته کړی درپورته، شونډې سرې تاؤ دې بې هوشه
لکه بله ډيوه رپی، د ځوانی مستئ دجوشه
سينه در اوړی سينې له ، د بخمل هسې ريښمينه
د ارمان اؤ مينې ډکه، د نرگسو نه نيازبينه
اؤ ستا وجود يوسمندر شی د طاقت اؤ د سرور
زړۀ دې واخلی هغه اور، چې هم اور دے اؤهم نور
تۀ چې دغه وخت اوچت شې، شې جومات کښې په ژړا
لېونے وائی قسم دے يا خو غوث ئې، يا هجړا