شعر ژړوي مې لکه شمعه Malang Jan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ژړوي مې لکه شمعه د اشنا سترګې خمارې په ګرېوان راته بهېږي همېشه د اوښکو دارې 02 د خوشرنګو په ټولي کې خلکو!چا رانه زړه ویوړ په قیامت به ځواب ورکړئ خدای نا تر سو دل ازارړ 03 ناصحان ما لره څله د کینې په سترګو ګوري چې زړه وو ځې له واکه څوک به څه کړي ؟ انصافدارو 04 هر سړی پیدا خپل کارته زه خدمت لره د ښکلو غم د چا په ځان پیرزو دی، خو د تقدیر کړي خپلې چارې 05 که څوک حال غواړي په عشق کې، قیاس دې وکړي ملنګ جان ټه همېشه په لار کې ناست وي په مثال د څو کیدارو Dictionary meaning × Headword