نظم

زور

Ghani Khan

خداے چې پېدا کړۀ دځان نه زور

کړل ئې ترې لاندې څيزونه نور

سر ئې اوچت کړۀ ترنيم اسمانه

بادشاه د هر څۀ وۀ بې سره زور

الله موسکے شو حُسن پېدا شو

طاقت په مزکه پرېوت نسکور