نظم

زړه نوې

Ghani Khan

زوړ اشنا زين کړے اس دے، دے زوړ کور لکه جنت

زوړ دلبر نوے بړستن، نزدے والے ئې راحت

زوړ نوکر سوچه قالين دے، بې بها دے، بېش قيمت

نوی دوست نه چې زوړ پريږدې بې غېرت دے بې غېرت

په گرؤلو باندې زيات شی، زوړ خارښ نوې شهوت

يا ئې ښه په چپه خرايه، يا پوره پريږده سُنت

يا کچه خبرې مۀ کړه، هم زنا، هم عبادت

ښائی زوړ خيال نوې جامه کښې، د غنی دے دا صفت