نظم
زما د گلو لښتې
Ghani Khanخداې ږو زۀ به ؤم خوشحاله د جفا خنجر په زړۀ کښې
ستا وفا لا لوغړن کړم بې وفا به وے لا ښۀ
موسکۍ شونډې دې لمبې دی ما درون بېرون ستی کړی
ستا خندا د شړق گوذار دے په ژړا به وے لا ښۀ
ته چې ژاړې زما غم کښې بل غم هم په ما انبار کړې
ستا سودا زۀ سودائی کړم بې سودا به وے لاښۀ
ځان مې هم خاؤرې ايرې کړو تۀ مې هم په اور ستی کړې
اے زما د گلو لښتې بې زما به وې لا ښۀ