نظم زما محترم رور سردار علی خان (اميرجماعت اسلامی ته) Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا چې تۀ په سجده پريوځې اؤ زۀ ډک د ميو جام کړم دا هم تۀ غواړې فرار، دا هم زۀ غواړم فرار 02 تۀ لټئ هغه جهان کښې حورې سپينې گل اندامې زۀ جنت دلته لټومه نۀ شم کولې انتظار 03 تا په قرض جمدون ورکۀ، زۀ ترې نغده سودا غواړم دا تۀ ښۀ شوې په بيوپار کښې، کۀ ما ښۀ وکۀ بيوپار 04 شېخه راشه مېخانې ته، چې مقصد زمونږه يو دے ستا د مرگه پس قرار، زما دلته کښې قرار 05 نور د سوال مقام مو يو دے، د ژړا ځاې مو شريک دے يو ارمان د دواړو زړۀ کښې کئی جدا جدا اظهار 06 پتنگان د يوې شمعې، کۀ بينا دے کۀ شمکور دے دا خو ځکه د حاجی صېب، لېونے دے د زړۀ يار Dictionary meaning × Headword