شعر

ځوانۍ سره شهرت د ننګ او نام مزه کوي

Malang Jan

ځوانۍ سره شهرت د ننګ او نام مزه کوي

ټټر په لار د قوم په وينو رنګ مزه کوي

يا ژوند د خپلواکۍ ښه دی يا مرګ د شرافت

ميدان کې د سرباز د توري شرنګ مزه کوي

که ژوند ابدي غواړئ د خپل قوم په مخ کې مړه شئ

بيرغ د شهيدانو رنګارنګ مزه کوي

ځوانان ښايي په توره چې د ننګ توره په ملا کي

د پېغلو په سينو لاچي لونګ مزه کوي

چې واک يې د پردو وي که قبا يې وي د زرو

د هغه نه زوړ کند د يو ملنګ مزه کوي

د ځان غوښې کړه ويلې قوم ويښ کړه ملنګ جانه

دا ستا غوښې وريتې لکه پتنګ مزه کوي