اهاړنومنارینه
heat, the hottest month of the year
ماناوې
- heat
- the hottest month of the year
- severe heat, intense heat, well cooked
- severe. Heat. Intense heat
- well cooked
- dog days, heat wave
- The name of the third solar month of the Hindūs, June--July
- severe heat intense heat well cooked
پښتو تعریفونه
- هاړ، اړ، دهندۍ کال درېمه مياشت، د ګرمۍ موده
- د اړ مياشت، د پشه کال نه مخکې مياشت، دغه موسم دچنګاښ په مياشت کې راځي، چې هواډېره توده وي؛ نور باغونه د نوروز په وخت غوړېږي - په اهاړ کا غوړېده د کابل باغ (خ. خ.)
- د اړ مياشت، له پشه کال نه مخکې مياشت
- د سِندهي/ سيندي (هاړ/ هاړو)، پنجابي (هاړه) او هندي (اساړه/ آساړه) اوښتې بڼه (البته په هندي اساړه/ آساړه کښي مخکنی الف نفيه مخوَندی دئ): سخته ګرمي، ډېره تودوخه، دوبی، اوړی. د هندي تقويم له مخي د کال څلرمه مياشت، چي تر (جېټه) وروسته، خو تر (ساوَن) مخکي راځي او د ګرمۍ د موسم دوهمه مياشت بلل کيږي. اهاړ د افغاني تقويم له مخي هغه مياشت ده، چي د غبرګولي يا جوزا له پينځه ويشتمي څخه د چونګاښ يا سرطان تر څلېرويشتمي پوري غزيږي. د عيسوي تقويم په حساب د جون له نيمايي څخه د جولای تر نيمايي پوري. د يادوني وړ ده، چي (ګرم) ټکی په خپله هم پر اوېستايي ريښې سربېره په سنسکريټ کښي د (ګهرمه/ ګهرم) په بڼو راغلی دئ،…
- د دوبي (اًوړي) يوه مياشت ده، چي د غبرګولي (جوزا) په پنځه ويشتمه او د چونګاښ (سرطان) په څلېر ويشتمه پای ته رسيږي. په هندي تقويم کي اهاړ د کال څلورمه مياشت ده، تر اهاړ دمخه جېټه او تر اهاړ وروسته ساون راځي. ساون د برسات (پشکال) د ټاپي (موسم) لومړۍ مياشت ده. (دا معنا د مرسل مجاز له لاري د لازميت په علاقه منځ ته راغلې ده)
- په هندوستان کي يو کال پر شپږو فصلو وېشلی دئ، د کال دوهم فصل تر ټولو تود فصل دئ. اهاړ د دغه فصل وروستۍ (دوهمه) مياشت ده. په دغه مياشت کي ګرمي خپل اوج ته رسيږي او له دغه امله اهاړ کلمه د سختۍ، ګرمۍ (تودوخي) په معنا کاريږي. د اهاړ کلمې پخوانی شکل (a-sāṛh) ؤ، چي د (نه ساړه) معنا لري. همزه ئې نافيه مخوندی (prefɪx) دئ. د پښتنو په ځينو سيمو کي اهاړ مياشتي ته (هاړ) وايي. د بابوجان په نظمونو کي هاړه د سختي ګرمۍ په معنا راغلې ده، چي کلمه د جنس له امله مؤنث (ښځينه) شکل لري، د بابو جان بيت دا دئ: که طلب کړې، ما به مومې يا دوه د قيامت هاړي اهاړ کلمه د دېوان په (۲۴۴) بيت کي راغلې ده
ژباړې (5)
- انګرېزي
- midsummer
- الماني
- Hundstage f. · Hundstage (die)
- فرانسوي
- canicule (f.). · canicule
- فارسي
- گرمی زیاد و حرارت شدید تابستان [سور اهاړ] شدت حرارت سوزان · ګرمى زياد
- روسي
- зной; жара · обл. самый жаркий в году месяц
دا هم وګورئ
د کلمې رېښه: Sanskrit आषाढ
اهاړخاص نوم
Ashadha
ماناوې
- Ashadha (fourth month of the Vikrami calendar)
بڼې
- alternative
- هاړhâṛ
د کلمې رېښه: Borrowed from Punjabi اَہاڑھ (ahāṛh), from Sanskrit आषाढ (āṣāḍha).