اهاړ

āhā́ṛAharrahā́ṛahāṟṟahâṛ/a.hɑɽ/[ä.hɑ́ɻ]

Other spellingsاَهاړ

اهاړnounmasculine

heat, the hottest month of the year

Meanings

  1. heat
  2. the hottest month of the year
  3. severe heat, intense heat, well cooked
  4. severe. Heat. Intense heat
  5. well cooked
  6. dog days, heat wave
  7. The name of the third solar month of the Hindūs, June--July
  8. severe heat intense heat well cooked

Pashto definitions

  1. هاړ، اړ، دهندۍ کال درېمه مياشت، د ګرمۍ موده
  2. د اړ مياشت، د پشه کال نه مخکې مياشت، دغه موسم دچنګاښ په مياشت کې راځي، چې هواډېره توده وي؛ نور باغونه د نوروز په وخت غوړېږي - په اهاړ کا غوړېده د کابل باغ (خ. خ.)
  3. د اړ مياشت، له پشه کال نه مخکې مياشت
  4. د سِندهي/ سيندي (هاړ/ هاړو)، پنجابي (هاړه) او هندي (اساړه/ آساړه) اوښتې بڼه (البته په هندي اساړه/ آساړه کښي مخکنی الف نفيه مخوَندی دئ): سخته ګرمي، ډېره تودوخه، دوبی، اوړی. د هندي تقويم له مخي د کال څلرمه مياشت، چي تر (جېټه) وروسته، خو تر (ساوَن) مخکي راځي او د ګرمۍ د موسم دوهمه مياشت بلل کيږي. اهاړ د افغاني تقويم له مخي هغه مياشت ده، چي د غبرګولي يا جوزا له پينځه ويشتمي څخه د چونګاښ يا سرطان تر څلېرويشتمي پوري غزيږي. د عيسوي تقويم په حساب د جون له نيمايي څخه د جولای تر نيمايي پوري. د يادوني وړ ده، چي (ګرم) ټکی په خپله هم پر اوېستايي ريښې سربېره په سنسکريټ کښي د (ګهرمه/ ګهرم) په بڼو راغلی دئ،…
  5. د دوبي (اًوړي) يوه مياشت ده، چي د غبرګولي (جوزا) په پنځه ويشتمه او د چونګاښ (سرطان) په څلېر ويشتمه پای ته رسيږي. په هندي تقويم کي اهاړ د کال څلورمه مياشت ده، تر اهاړ دمخه جېټه او تر اهاړ وروسته ساون راځي. ساون د برسات (پشکال) د ټاپي (موسم) لومړۍ مياشت ده. (دا معنا د مرسل مجاز له لاري د لازميت په علاقه منځ ته راغلې ده)
  6. په هندوستان کي يو کال پر شپږو فصلو وېشلی دئ، د کال دوهم فصل تر ټولو تود فصل دئ. اهاړ د دغه فصل وروستۍ (دوهمه) مياشت ده. په دغه مياشت کي ګرمي خپل اوج ته رسيږي او له دغه امله اهاړ کلمه د سختۍ، ګرمۍ (تودوخي) په معنا کاريږي. د اهاړ کلمې پخوانی شکل (a-sāṛh) ؤ، چي د (نه ساړه) معنا لري. همزه ئې نافيه مخ‌وندی (prefɪx) دئ. د پښتنو په ځينو سيمو کي اهاړ مياشتي ته (هاړ) وايي. د بابوجان په نظمونو کي هاړه د سختي ګرمۍ په معنا راغلې ده، چي کلمه د جنس له امله مؤنث (ښځينه) شکل لري، د بابو جان بيت دا دئ: که طلب کړې، ما به مومې يا دوه د قيامت هاړي اهاړ کلمه د دېوان په (۲۴۴) بيت کي راغلې ده
Translations (5)
English
midsummer
German
Hundstage f. · Hundstage (die)
French
canicule (f.). · canicule
Persian
گرمی زیاد و حرارت شدید تابستان [سور اهاړ] شدت حرارت سوزان · ګرمى زياد
Russian
зной; жара · обл. самый жаркий в году месяц

Etymology: Sanskrit आषाढ

اهاړname

Ashadha

Meanings

  1. Ashadha (fourth month of the Vikrami calendar)

Forms

alternative
هاړhâṛ

Etymology: Borrowed from Punjabi اَہاڑھ (ahāṛh), from Sanskrit आषाढ (āṣāḍha).