ګنډیری

gunDeeráyganḏḏeraeyganḍeráyGundairay

نور لیکدودونهګنډېریگنډېریګنډېرۍګنډیرۍګنډیري

ګنډیرینومنارینه

sugar cane

ماناوې

  1. sugar cane (piece)
  2. The name of a poisonous plant and flower (Nerium odorium)

پښتو تعریفونه

  1. دَ ژولو پۀ غرض دَ سپين کړي ګني ټوټه، ګنېرۍ، منټېرۍ
  2. د سپين کړي ګټي ټوټه، ککيرۍ، منټېرۍ
  3. د سپين کړي ګني ټوټه، ککيرۍ، منټېرۍ، ګنېرۍ
ژباړې (3)
فرانسوي
oléandre (f.) · laurier-rose (m.). · oléandre
فارسي
نیشکر پارچه پارچه شده · بوته است که گل سرخ می دهد اگر حیوان آنرا بخورد می میرد و بته های خورد آن برای سوخت بکار می برند · زقوم
روسي
олеандр. · очищенный и нарезанный кусками сахарный тростник (употребляется в пищу).

ګنډېرینومنارینه

oleander

ماناوې

  1. oleander

نورې ماناوې

  1. يوه ځنګلي او غرنۍ وړه ونه ده چې د ويالو په غاړو او لندوځايو کې زرغونېږي، اوږدې نه خزانېدونکی او د ګلابو په څېر سره او سپين ګلان کوي، په ګلدانيو کې هم کرل کېږي، پاڼې يې مال نه خوري، ونه يې تر دريو مترو پورې لوړېږي
  2. يو دښتي ځنګلي بوټی دی چې په وچو سوځوونکو کنګرو او تودو کاړېزو دښتو کې زرغونېږي، ګلونه يې نسواري سره بخن وي، پاڼې يې مالونه نه خوري او نه خزانېږي
  3. يو ځنګلی او غرنی بوټی دی چې سره او سپين ګلان کوي.
  4. د يوې وني نوم دئ.