غزل
مخ دې آيينه دی، باندې نه دي تر سېري
خوشحال خان خټکمخ دې آيينه دی، باندې نه دي تر سېري
آه د خوار عاشق دی، ډار يې وکړه د ډېري
سر تر پايه زېړې زعفراني جامې اغوستې
راشه تورې زلفې فليل پورې اجمېري
تا وی چې د مخ قدر قيمت مې په تا څو دی؟
څو به درته وايم په ما دوه کونه پېري
زار د خوار عاشق دی چې په شپه د جدايي
درسته شپه بې خوابه د اسمان ستوري شمېري
تا ويل ځېر ځير مې مخ ته گوره ، گوندې موړ شي
زه يم هغه وږی څه له ما غواړې سېري
تا سره په سيل د گلونو سهيليې
هسې نمای کا لکه بلبلې د سېري
واړه را څرگندې دي د درست کلي دلبرې
ته گل د نرگس يې، نورې گل د گنډېري
سترگې دې بلا دي چې يې واړوې ملالې
زخم پيدا نه، دننه زړونه زنځيري
ته چې په ښه حسن جمال تېره تر ليلا يې
ځکه تر مجنون د خوشال غږ دی د تېري