کويټنومنارینه
Kuwait
ماناوې
- Kuwait
پښتو تعریفونه
- په منځني ختيز کې يو ستر غني امارت دی چې دعراق او سعودي عربستان تر منځ پروت دی. پراخوالی يې ٢٠، ١٥٠ مربع کيلومتره دی. دکويټ مرکز هم کويټ نومېږي. نور مهم ښارونه يې حوالي او سليمه دي. ژبې يې عربي، فارسي او انګريزي دي. عربي رسمي ژبه ده. عمده اتنيک ګروپ يې عرب ٨٥٪، او دين يې اسلام ٩٩٪ دی. کويټ په منځني ختيز کې د تېلو دريم ستر توليدونکی هېواد دی او د نړۍ د تيلو د زېرمو څخه ١/٤ په دې هېواد کې دي. د کويټ سړي سر عايد دکاله ١٠، ٠٠٠ ډالره دي او په بيليونو ډالره وخوارو عربو ملکو ته ورکوي. دکويټ ټوله خلک د وړيا صحي وسايلو څخه استفاده کوي او د عايداتو څخه ماليه نه ورکوي. او په هرو ٤٦٨ تنو کې يې يو تن…