راډیو

raaDiyóRadio

نور لیکدودونهراډيو

راډیونومښځینه

radio

ماناوې

  1. radio
  2. radio.

پښتو تعریفونه

  1. د يوې فاصلې څخه د مخابرې يا افهام او تفهيم لپاره په بې سيمه ډول په اکټرومګنټيکو څپو باندې د آوازونو يا ريګنالونو د تبديلو عمليه يا پوهنه. دغه څپې د هوا له لارې و اخيستونکې آلې (آخذه، رسيونګ سيټ) ته رسېږي او هغه يې بېرته په آواز اړوي
  2. رسېور، آخذه، اخيستونکې دستګاه، رسيونګ سيټ، په کورنو يا نورو ځايو کې هغه برقي آله چې د استوونکې دستګاه څخه خپلې څپې اخلي او هغه په اواز(خبرونو، نطقونه، موسيقي...) باندې تبديلوي. دغه آله ايټالوي مارکوني (١٨٧٤-١٩٣٧) اختراع کړې ده؛ راډيويي څپې؛ هغه څپې چې د لېږونکي سټېشن څخه د هوا له لارې و اخيستونکې آلې ته ځي. دغه څپې يې په خپله د څپې د اوږدوالي په نسبت پر درو ډولو وېشلي دي؛ لنډې څپې، منځنۍ څپې، لوړې څپې. د ٧٠٠ څخه تر ٢٠٠٠ مترو پورې اوږدې څپې، او د ٢٠٠ څخه تر ٥٠٠ مترو پورې منځنۍ څپې او ١٣ څخه تر ١٠٠ مترو پورې لنډې څپې بولي
  3. بې سيمه ټېلفون يا ټېلګراف
  4. د راډيو ټېلفوني او راډيو ټېلګرافي لنډون
  5. پټه وړانګه، پټه شعاع
  6. د ځينو کليمو په سر کې د تړندتوک په ډول راځی چې د شعاع او شعاع په ډول راځی چې د شعاع او شعاع ډوله ماناګانې لري لکه: ١- راډيولارين؛ ٢- د راډيو په وسيله، لکه راډيوتېلګرافي؛ ٣- طب. دشاعي يا راډينټ انرژۍ په ذريعه؛ لکه: راډيوتراپي؛ ٤- ک. فز. يعنې راډيواکتيف، لکه په راډيو توريم کې
  7. راډيو، رېډيو؛ رسېور، اخيستونکې دستګاه، هغه برقي آله چې د استوونکې، دستګاه څخه خپلې څپې اخلي او هغه په اواز تبديلوي.
ژباړې (4)
الماني
drahtlos · Funk · Radio · Radiogerät · Rundfunk · Bordfunker · Radioapparat
فرانسوي
radio (f.).
هالنډي
radio
ناروېژي
radio