سرود

saróodsUróodsaródSarudsorúdsarod

سرودنومنارینه

song, melody, anthem

ماناوې

  1. song, melody, anthem (ملي سرود - national anthem)
  2. anthem, song
  3. song; melody
  4. song, melody, a musical instrument
  5. song, melody
  6. a musical instrument
  7. hymn, anthem, canticle, dirge
  8. song
  9. track (Music)
  10. A song, modulation, melody

پښتو تعریفونه

  1. د ټنګ ټکور اواز، ساز و اواز، موسيقي
  2. نغمه، اواز، ساز، موسيقي، سندره، ټنګ ټکور، ( د انسان يا مرغۍ) له خوښۍ او هېجانه ډکه نغمه؛ انترنېشنليسټي سرود: انترناسيونال سرود، نړيواله سندره، يوه نغمه ده چې په ١٨٧١ م کال د پاريس د کمون په وخت کې جوړه (کمپوز) شوه. شعر يې د فرانسوي (پويته) او کمپوز يې د (دژيتر) دی. د مور سرود: يوه سندره ده چې مانا يې ((مورې ! تا ته دې سلام وي)) ده. دغې سندرې د مخه تردې چې هند خپلواکي تر لاسه کړي د يوه ملي سرود شکل درلود او هر سهار به ويل کېده. ملي سرود: د يوه هېواد رسمي ملي سندره
  3. مو. ستار ته ورته د موسيقۍ يوه مشهوره اله ده چې اته اصلي تارونه او ١٠-٢٠ مرستيال تارونه لري، همدارنګه ستار غوندې د سرپه برخه کې يو ډرم لري چې پر اواز باندې يې مثبته اغېزه ښندي
  4. خيره
  5. نغمه، اواز، ساز، موسيقي، سندره، ټنګ ټکور
  6. ستار ته ورته د موسيقۍ يوه مشهوره آله ده.

بڼې

جمع
سرودونهsarodūnah

ترکیبونه

  • سروديsarodī

    A singer

ژباړې (3)
الماني
Hymne f., Melodie f., Chanson f. · Hymne (die) · Melodie (die) · Chanson (die) · Hymne
فرانسوي
hymne (f.); mélodie (f.); chanson (f.) · sarod (instrument (m.) de musique (f.) à cordes pincées) · hymne · mélodie · sarod/sarode
روسي
песня · мелодия.

د کلمې رېښه: Persian