غزل

زه خو شرابي یم، شیخه څه راسره جنګ کړې

خوشحال خان خټک

زه خو شرابي یم، شیخه څه راسره جنګ کړې

برخې ازلي دي، کشکې ما د ځان په رنګ کړې

ښه وایې واعظه، برکت دې ستا په ژبه

ښه یې په ویلو د دریاب اوبه کرنګ کړې

لاړل و جنت ته چې په پوهه خبر نه وو

لاړل و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې

پند د محمد د ابوجهل په کار نه شو

څوک به یې صیقل کا چې یې خدای آیینې زنګ کړې

کېنې په خلوت کې، شیخه سود یې راته وایه

ولې په خپل ځان دا هسې ارت جهان تنګ کړې

زه خو د زړه درد غواړم په هر یوه مذهب کې

تا زده، ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ کړې

رایې شه مطربه، د نوروز سرود آغاز کړه

ښې نغمې زړه سوزې، په رباب، په نی او چنګ کړې

هر لوري ته ګل دي، شقایق، نرګس، سنبل دي

بې ګلزاره بد که ویل لوري ته آهنګ کړې

کاشکې د عمل تله درنه په قیامت شي

موم په رقیبانو، په عاشق باندې زړه سنګ کړې

مرګ لره یې واړه د ډیلي لښکر راغلي

ته لا د خوشحال په مرګ ځان روغ نه ګڼې، ننګ کړې