شلاونډ

šlāwə́nḍShallawand

شلاونډنومنارینه

collective responsibility

ماناوې

  1. collective responsibility
  2. contribution, donotion, relief fund
  3. contribution
  4. Contribution, donation, relief fund

پښتو تعریفونه

  1. هغه جرماڼه چې په قبيله ياخاندان تقسيم کړی شي، بسپنه، انداز، نوجي، اچاو، شلاوڼ (افغانستان)
  2. پ. ک : شلاوڼ
  3. د کندهار او هلمند په اصطلاح کې دغه کليمه د وېش سره نژدې مفهوم لري. کله چې ديوه ټاکلي کار لپاره لګښت وټاکل شي، نو هغه پر کورو وېشل کېږي (هر کور بايد يو څه ورکړي)، دې ته شلاونډ وايي
  4. شلاونډ په دې مفهوم هم راځي چې حاصل د څو کسو ترمنځ ووېشل شي، مثلاً د ځمکې څخه چې په ګډه حاصل واخيسل شي او هغه چې سره ووېشي، دې ته هم شلاونډ وايي
  5. دمرکې او جرګې خرڅ چې وټاکل شي، نو که د قبيلې مساله وه، دغه خرڅ پر ټولو شلاونډ کېږي او هره کورنۍ بايد سهم په کې واخلي. دشلاونډ کليمه په عام ډول د لويديځو خواوو په قبيلو کې ډېر رواج لري
  6. د کندهار او هلمند په اصطلاحکې وېش ته نژدې مانا لري، چې حاصل د څوکسو تر منځ ووېشل شي.
ژباړې (3)
فرانسوي
quote-рart (f.).
فارسي
تاوان شریکی ، تقسیم پول تاوان (کول ) · تاوان شريکى
روسي
коллективная ответственность · круговая порука.