شعر
برحلیمہ افسانہ
علي خانبرحلیمہ افسانہ
نوم برحلیمہ تخلص افسانہ علاقہ سوات تاریخ پېدائش ۱۹۳۵ء تارېخ وفات ۲۰۰۰ء
افسانې باقاعدہ تعلیم نۂ وۂ حاصل کړے ۔ یو مذھبی کورنۍ سرہ یې تعلق وۂ
پښتنو مېرمنو شاعرانو کښې ځانګړے حثیت دا دے چې ھغي پہ کلاسیکی او جدید
انداز دواړوکښې شاعری کړې دہ ۔ د حروفِ تہجې پہ حساب د مکمل دیوان څختنہ دہ
۔ افسانې ډیر پہ ګرانو حالاتو کښې شاعری کړې دہ د ھغې د ژوند ملګرے د ھغې د
شاعرۍ ډېر زیات مخالف وۂ تر دې چې د ھغې دکلام مجموعہ یې پہ اور کښې اوسوہ
چې د ھغې ذکر افسانې پہ خپل کلام کښې کړے دے ۔ افسانې تہ د مینې درد، غم ،
ھجر او انتظار کېفیات بیانول اسان نۂ وو ۔ غزل چې د داخلی جذباتو احساساتو
نوم دے کښې ھم خارجی موضوٰعاتو ذکر کوی ۔ پہ شاعرۍ یې یوہ د جبر فضا محسوس
کېږی ۔ نۂ یې د کلاسیک دومرہ ژورہ مطالعہ کړې دہ او نۂ یې د چا استاد نہ
اصلاح اخیستې دہ ھم دغہ وجہ دہ چې پہ غزل کښې فنی محاسن ، تشبیھات ،استعارہ
او اشارې کناې وغېرہ پہ نظر نۂ راځی ۔ غزل یې نظم لیدے شی چې موضوعات یې
خارجی دی ۔ لکہ منظرنګاری ، د ځوے د جدائې او د خپلې د شاعرۍ د سولو غم ،
پښتو ، د کلیوال ژوند عکاسی د محنت عظمت وغېرہ ۔ خو افسانې تہ پہ خځینہ
شاعرانو کښې چې کومہ خوبی امتیازی حثیت بخښی پہ کلاسیکی انداز کښې د حروفِ
تہجی تحت د دیوان مرتب کول دی ۔ د کلام نمونہ
غزل
دومرہ غم راباندې زور شۂ الغیاث
چې جھان پہ ما نسکور شۂ الغیاث
دا د کوم جرم سزا دہ نۂ پوھېږم
چې ګډوډ مې کلے کور شۃٔ الغیاث
وائیم زۂ چې یو وحشی د بیابان وے
بندګی ماتہ سور اور شۂ الغیاث
کۂ وحشې نۂ وے مینټل د تور ځنګل وے
ھوښیاری راتہ پېغور شۂ الغیاث
حوصلہ مې د زړګی شوہ ځکہ ماتہ
د رھبر نہ مې جوړ چور شۂ الغیاث
ما وې رابہ شی رڼا ځما پہ سیمہ
انتظار مې خور مخور شۂ الغیاث
پہ محنت مې ملا نرۍ لکہ مېږے شوہ
ځائے د سکن مې تنګ تور شۂ الغیاث
افسانې اخر د صبر ھوسۍ لاړہ
چې قلم پہ سمند سور شۂ الغیاث
غزل
زمانې یم مجبور کړے پہ رواج
ګوندې پوھہ یم د ظلم پہ علاج
چې غېرت مې لوټ کوی پہ ھر محفل کښې
بیا یې څۂ کړم کۂ پہ سر کړی راتہ تاج
د مقصود جوھر چې رانۂ شی تر لاسہ
د کونجکې د خرید نۂ یم محتاج
کۂ د حق تورہ پہ لاس اونسیم کلکہ
د باطل خونہ بہ کړم تخت و تاراج
کۂ ھزار ځلہ طواف د بېتﷲ کړی
خر پہ خوب کښې بہ نۂ وېنی معراج
د دنیا تنګۍ پہ زړۂ کښې ساتم پټې
چې پټ شی د دښمن نہ احتیاج
افسانہ وائی نۂ د دین نۂ دنیا شوم
عقل ھوش مې شۂ پہ پوچ جوارۍ باج