شعر

ډاکټر اسرار

علي خان

ډاکټر اسرار

ډاکټر اسرارپہ کال ١٩٣٨ کښې د شمال شاہ باچا کرہ پہ ہوتي مردا ن کښې سترګې

غړولې وې ډاکټر اسرار ایم بي بي اېس کولو نہ ورستو د پاکستان فوج کښې بہرتي

شو ۔د ١٩٦٥ د پاک و ہند پہ جنګ کښې یې خدمات تر سرہ کړل۔ پہ فوج کښې یې د

کپتان تر عہدہ ترقي اوکړہ خو فوج کښې ئې زړۀ اونۀ لږېد داملازمت یې پرېښود

او سول محکمہ کښې یې کار شروع کړو ۔ مختلف ہسپتالونو کښې د خدمات سر کولو

نہ ورستو دوبارہ د فوج پہ وساطت لېبیا تہ لاړ کلہ چې د تنزانیا او یوګنډا

جنګ شروع شو ډاکټر اسرار د لېبیا نہ یوګنډا تہ اولېږلی شو۔ ډاکټر اسرار پہ

یوګنډا کښې بې درکہ شو ۔ د طورو اسرار پرې دانظم اولیکۀ۔

نیازبین خیالونہ دې وحشت سرہ بلد بہ نۀشي

اخر بہ راشې دا زما سوالونہ ردبہ ڼہ شي

د مینې ډک زړګی دې کومو تاریکو لہ یوړو

تورو تیارو سرہ دې کلی تر ابد بہ بہ شي

خپل رنځوران دې چاتہ پرېښودل تہ چرتہ لاړې

عیسی نفسہ ژوندی مړی د مرقد بہ نۀ شي

د خپل وطن مړۍ د ژوند د پہ تمنا پراتۀ دي

ساہ پکښې پوک وہہ بې دمہ دي خو دد بہ نۀ شي

تازہ ګلونہ قذافي د سرو لمبو نذر کړل

د ګل پرستو پہ نظر کښې معتمد بہ نۀ شي

د بل پہ تېلو کښې ناحقہ خپل ګلونہ سېزي

اسرارہ څنګہ باغوانان دي چې باغونہ سېزي

ډاکټر اسرار نثر ہم ډېر ښکلی لیکي ۔ اختصار دہغۀ د نثر خاصہ دہ تر دې چې

ہغہ خپل نوم د ډاکټر اسرار پہ ځائی ډ ۔اسرار لیکي ډاکټر اسرار د تکل د یو

جداګانہ سټائیل متعارف کړی دی۔ چې د طنزومزاح نشترونو سرہ د معاشرې د

ناسورونوعلاج کوي ۔ورستو ډېرو تکل لیکونکو د تکل دغہ انداز خپل کړی دی ۔خو

د ډاکټر اسرار پہ شان لیکل اسان کار نۀ دی ۔د ډاکټر اسرارپہ نظم کښې ہم د

طنزومزاح چاشني موجود وي خو اصراف نۀ کوي ۔ د ډاکټر اسرار د تکلونو مجموعہ

“د تکل پہ ائینہ کښئ “د پطرس بخاري مضامینو غوندې چې د اردو ادب سرمایہ دہ

پہ شان د پښتو د ادب ناز دی ۔ ډاکټر اسرار د غزل لیکلو پہ ہنر ہم ډېر ښہ

پوہېږي ہغۀ پہ غزل کښې ہم ځان لہ جدا لار ایستل دہ ۔ د کلاسېک پہ دورکښې

دغزل منځ تر منځہ یو نیم شعر د تصوف وئیل رواج وۀ ۔تصوف سرہ بہ نور د غزل

رنګ ښہ شو ۔ ځکہ چې تصوف تہ پوہانو د شعر وائیلو ښۀ موضوع وائیل دۍ ۔ نن

صبا زمونږ شاعر معاشي ۔معاشرتي قامي یا نورہ څۀ مسئلہ دغزل مینځ کښې څۀ بې

خوندہ رنګ کښې اوچېړي چې د غزل تغزل تہ پرې نقصان اورسي ۔ پہ دې باندې

پابندي نیشتی خو داسې لکہ فېض احمد فېض پہ اردو کښې د غزل نہ د کار سړی

جوړکړي ۔

غزل

اشنا چې پہ وعدہ دې اعتبار وکړ م کۀ نہ

حېران یمہ چې بیا دې انتظار وکړم کۀ نہ

ای اوښکو اسوېلو سوو سلګو د ارمانونو

خندا بہ درنہ ہم چرتہ یو وار اوکړم کۀنہ

یو څو ځلہ خزان د پسرلي جامہ کښې راغی

اوس بیا یرہ یقین پہ دې بہار اوکړم کۀ نہ

اغیارو راتہ ووې چې اشنا بہ دې نن راشي

باور پہ دې خبرو د اغیار وکړم کۀ نہ

اسرارہ ہردیدن یې زیاتوي د زړۀ غمونہ

حېران یم اوس بیا دیدن د یار وکړم کۀ نہ

غزل

پہ زړۀ باندې مې د چا یادونہ راورېږي

پہ سر مې لکہ کاڼي تېر وختونہ راورېږي

خیالونہ د پې مخو د سپوږمۍ پہ ړنا لامبي

فضا نشہ نشہ دہ شرابونہ راورېږي

د زلفو تصور مې دواړہ سترګې کړې راډکې

وریځہ چې درنہ شي بارانونہ راورېږي

قیصہ بہ درتہ د ادم او د درخو کړم

پہ خونہ د زړګي مې لا اورونہ راورېږي

ګوذار چې بہ د ګل ہم کړی نۀ وۀ چرې

پہ ہغہ ښکلو خلقو نن بمونہ راورېږي

راځئ چې دا د غم وریځې ورکې لۀ اسمان کړو

تر څو بہ ترې پہ مونږ باندې غمونہ راورېږي