شعر

ډاکټر پروېز مہجور

علي خان

ډاکټر پروېز مہجور

دا زیګ پښتون چې اوس ہم خپل د پلارنیکۀ د پولې پټي خیال ساتي پہ کال ١٩٥٢

کښې د زرین خان کرہ

د جنورۍ پہ پہ څوارلسمہ پېدا شو ۔د ایم ای پښتو او ایم ای اردو کولو نہ

ورستو خپلہ د پي اېچ ډي مقالہ د پښتو ادب اولني صاحب دیوان شاعر ملا ارزاني

باندې مکمل کړہ ۔ د ډاکټر صېب پہ روښاني ادب باندې دومرہ عبور دی چې څنې

ادبي ملګری ورتہ ګپ شپ کښې د روښانیانو پلار وائي ۔ د تصوف عالم دی پہ

جمالیاتو ډېر ښکلی نظر لري ۔ ډاکټر ډېر زیات عرق رېزۍنہ کار اخلي پہ حال

دیوان باندې کار سرتہ د کېدو دی

دا بہ ہم ډېر څۀ روښانہ کړي۔ ډاکټر پروېز مہجور صېب پہ اردو کښې ہم اہم ای

دی۔ داردو لټرېچر نہ خبر شاعران لکہ د نورو پښتنو شاعرانو پہ شان خپل غزل

زیګ کېدو تہ نۀ پرېږدي ۔ ددې مثال د رحمتﷲ درد او ډاکتراعظم وغېرہ غزل دی ۔

ډاکټر صېب غزل حسن وعشق صوفیانہ افکارو،خوږې او پستې لہجې او د نقطې نہ

نقطہ پېدا کولو پہ سبب خپل جدا شناخت لري ۔ دشعرپوہېدو لہ پارہ پہ ذہن

باندې زور اچول پرېوځي ۔ ډېرې غزلې ئې فیاض خان خشکي موسیقۍ سرہ وائیلې دي

چې ښہ کلام او ښہ موسیقۍ اورېدونکو کښې ډېرې مقبول دي ۔ ډاکټر صېب د خپلې

طبعې مطابق پہ غزل کښې د اختصار نہ کار اخلي ۔ اختېصار د غزل خوبي دہ ۔ پہ

غزل کښې انتخاب شعرونہ پکار وي پہ غزل کښې یو بې خوندہ شعر ټول غزل بې

خوندہ کړي ۔

غزل

کۀ دې سترګو کښې سرګند د مینې ناز یم

خدائې ساتلی ستا پہ سترګو کښې یو راز یم

ګورم تاتہ تماشہ د بل عالم کړم عالم کړم

پہ یوہ ګړۍ نیزدې ہم دور دراز یم

چې مې خوښې ویرانۍ شوې ستا د سترګو

اوس تنزری لۀ ہر دشتہ پہ اواز یم

چې دې زلفې ښاماران راتہ ودۀ شول

چاچېړلی د موسی د عصا ساز یم

کۀ مې برخہ پہ سپرلي نشتی مہجورہ

د ازغي ہسې پہ خوي کښې ګل نواز یم

غزل

د ګلونو د پرہر بہ چاتہ څۀ وېم

د سپرلود رفو ګر بہ چاتہ څۀ وېم

چې د زلفو د تیارو پہ څنګ کښې اوسي

ستا د مخ د سپین سحر بہ چاتہ څۀ وېم

چې مې کورلکہ صحرا دی بې دېوالہ

د دننہ د بہر بہ چاتہ څۀ وېم

کۀ بدنام د ې پہ یاري یم غرڅنیہ

ستا د کاڼود خپل سر بہ چاتہ ځۀ وېم

چې د یار زړۀ مې کوہی دی ای مہجورہ

د منزل د رہګزر بہ چاتہ څۀ وېم

غزل

زۀ د خپل زړۀ پہ کوم ګزر ووتم

زۀ خو صحرا نہ ہم بہر ووتم

ستوري ہمہ مې پہ جولۍ کښې پریوځي

د تورو شپو پہ کوم سفر ووتم

د کوم نمر مخي پہ لور لاړمہ زۀ

زۀ د سحر پہ کوم خبر ووتم

چې سمندر سرہ اشنا شومہ زۀ

لۀ خپل صدف لکہ ګوہر ووتم

چې پہ ائینو مې نظر پرېوتلو

زۀ پہ تلاش د کوم جوہر ووتم

لکہ تنزری اوس نعرې وہمہ

زۀ د فریاد پہ کوم ډګر ووتم

یرہ د زلفو مې اوس پاتې نۀ شوہ

زۀ د ماښام لۀ ہر خطر ووتم

د خپل وجود پہ سرہ غرمہ مہجورہ

لکہ یخ سېوری لۀ شجر ووتم