شعر

ماصل خان اتش

علي خان

ماصل خان اتش

نوم ماصل خان تخلص اتش کوی ۔ د پلار نوم دے ﷲنور خان ۔ کلے دے د خېراباد

کنډ کټی میانۍ تحصیل نوښار ، پہ قام قطب شاھی اعوان دے ۔ تاریخِ پېدائش دے

کال ۱۹۵۰ء ، تعلیم اېف اے ذریعہ معاش تجارت دے ۔ نظم او غزل دواړہ لیکی د

ځنې مشھورو شاعرانو ادیبانو خاکې ئې ھم لیکلې دي ۔ ادبی تنظیمونہ جوړول او

پہ ادبی غونډو کښې پہ شوق سرہ ګډون کوی ۔ انتھائ مینہ ناک انسان دے ۔ د

شاعرۍ موضوعات ئې دي رومانیت ملک او قام ژبې سرہ مینہ ، د غزل پہ لیکلو

باندې ئې ښہ لاس بر دے ۔

د ګل مسکا چې پہ زړګی کښې پسرلی ځایوی

د ارمانی ژوندون پہ سیمہ مې ازغی ځایوی

ورک د دنیا پہ رنګینو کښې شو سادہ زړګے مې

خود بہ غمونہ ځایوی چې خوشحالی ځایو ی

د زلمی توب احساس مې بیائی د جنون مقام تہ

د خیال دنیا کښې مې خیالونہ لېونی ځایوی

غرونہ ھم اچوی چې انګار ئې د سینې لمبہ شی

ټوټہ زړګی کښې بہ څوک څنګہ اسویلی ځایوی

څنګہ بہ نۂ سوزی پتنګ لوخرہ کیږی بہ نۂ

چې پہ وزرو کښې د شمعې روشنائي ځایوی

څوک چې د ښکلو سرہ مینہ پہ دنیا کښې ساتی

نور بہ بیا څۂ بې لہ دړدونو پہ زړګی ځایوی

اتش چې اونوستل پہ مینہ د خپل خیال بڅری

جذبې بہ څومرہ پہ زړګی کښې اتشی ځایوی

خزانہ مۂ مې رېژوہ د حسرتونو غوټۍ

پرېږدہ چې خاندی مې د ژوند د ارمانونو غوټۍ

لېلہٰ اوس خو مې د ځوانۍ د سپرلی مخ لېدلے

خاؤرې اېرې مې خدایہ نۂ کړې د یادونو غوټۍ

د مرګ سیلۍ د خداے د پارہ چې یې پاڼې نۂ کړې

زما د زړۂ پہ وینو رنګ د سرو ګلونو غوټۍ

سپرلیہ تل پہ چمن اوسہ تازہ تر ئې ساتہ

وی دې مسکۍ د ښکلو ښکلو بھارونو غوټۍ

رقیب مۂ خاندہ زما معصومې مینې پورې

زر دہ چې ګل بہ شی زما د امیدونو غوټۍ

د زړۂ زخمونو کښې بہ ئې پټہ تل ساتم اتشہ

پہ سرو ازغو کښې ټوکېدلې د نازونو غوټۍ