شعر
ميجر يونس خليل
علي خانميجر يونس خليل
نوم يونس خليل د پلار نوم محمد ايوب خان تاريخ پيدائش کال ۱۹۲۷ء د اګست د
مياشتې يکم تاريخ بي ۔اے د اسلاميه کالج نه ؤکړو،او په فوج کښې بهرتي
شو،او د ميجر په عهده باندې فائز پاتې شو۔
حقه خبره داده چې په جديد دور کښې اول ځل چا غزل له نوے لُب ولهجه ورکړې
ده هغه ميجر يونس خليل دے، د هغۀ په شاعرۍ کښې د رحمان بابا ،کاظم خان
شيدا،غالب او د فيض رنګ ښکاره ليدے شي،ميجر صېب نظم او غزل دواړه ليکي او
ښۀ ليکي،د هغۀ شاعرۍ موضوعات مذهب،التجائي او مناجاتي شاعري ،د وطن
مينه،اصلاحي شاعري،ننګ او مړانه،د قيد و بند شاعري،حسن و عشق،منظر کشي او
محاکات وغيره دي،د هغۀ شاعري سطحي نۀ ده،لږ ډېر فکر نه وروستو د شعر مطلب
په سړي واضح کيږي،ميجر صېب د جديد دور کاظم خان شيدا دی د تشبهه ،استعارې
او د نورو صفتونو په استعمال باندې ډېر ښۀ پوهيږي۔ميجر صيب رومان پسند دے
حسن عشق ئې په نظم او په غزل دواړو کښې ئې د خوښې موضوعات دي،په نظم او
غزل دواړو کښي يو داسې ماحول جوړ کړي چرته چې سړے په وېښه باندې خوبونه
ويني،داسې خوبونه چرته چې حسن وي مينه وي،انسان د انسان نه کرکه نۀ
کوي،حسد نۀ وي بغض نۀ وي،څوک د چا حق نۀ خوري۔خو دا شاعرانه خوبونه دي
،دې سره د حقيقت هيڅ علاقه نۀ شتے،ژوند د زهرو ګوټ دے په دې باندې د
انسان خپل اختيار نۀ شتے مثال په طور د ميجر صېب ژوند ته ؤګورئ په دې کښې
ميجر صېب کوم کردار دے د دوه ملکونه جنګ جوړ شي ميجر صېب جنګي قيدي جوړ
شي د بريلي کيمپ ته ؤ رسي۔
د ميجر صېب غزل په فني لحاظ ښۀ غزل دے چې جداګانه رنګ لري،ميجر صېب ئې
غزل ګو شاعرانو کښې د منفرد مقام څختن ګرځولےدے ۔څوک چې په شعر کښې د
معنیٰ مقصديت او د حسن قائل دي هغوي لۀ پاره د ميجر صېب په غزل کښې ډېر
څۀ دي،د دې نازک پرو د نازک خياله شاعر د غزل يو دوه نمونې ؤګورئ زما د
وېنا تصديق به ؤشي۔
غزل
فطرتونه خدايه څنګه اوسني شو
چې ګلونه په شبنم باندې ستي شو
تش رنګونه د خوبونو به څوک څۀ کړي
چې د قدر بس لعلونه او غمي شو
دا څۀ کم دي چې نسبت دي ورسره دے
خير په لارو کښې خوارۀ کۀ مې ازغي شو
صدقه د هغه زهرو د خوږو نه
چې مې تېر په غټ اعتبار کښې د ساقي شو
بې باکي او عرياني د عمر ناوې
دا دې مهر هم خامې او هم کالي شو
چې په يو نظر مې ترمې ترمې لاړ شي
بهارونه د حيا دې شبنمي شو
غزل
خودفريبونه اعتبارونه مې راياد شو
بس ډغرې تيندکونه مې راياد شو
چې رنګينې به د خوبانو په ښائست وه
د ځوانۍ هغه پهرونه مې را یاد شو
د دوستانو د سلوک په تذکره کښې
اوچې ډاګې سرۀ دشتونه مې راياد شو
سود خوارۀ مې چې تش لاس ته په خندا شو
د خوبونو سرۀ لعلونه مې راياد شو
چې په مينه کښې په ځان مې پيدا شوې
آ د ګل غوټۍ شکونه مې راياد شو
چې په تور او سپين ئې هيڅ څوک نۀ پوهيږي
د دنيا د مخ مخونه مې راياد شو
د فردوس د شپې حصه به په غلا راغلې
ستا د زلفو نيکهتونه مې راياد شو