شعر

قنبر علي خان

علي خان

قنبر علي خان

قنبر علي خان په قام عزيز خېل اورکزے په تيراه کښې ؤسېدۀ د پيدائش نېټه ئې

نۀ ده معلومه۔خو د وفات نټۀ ئې د هغۀ پير انور شاه صېب لۀ دې مرثې نه ثابته

ده چې قنبر علي خان په مرګ ئې ليکلي وه

د جمعې شپه وه د رجب يو لسم ؤ

په باقي عالم قنبر اېښے قدم ؤ

په ابلي د پېښور دفن په خاک شۀ

متصل د چراغ بيګ په قنبر هم ؤ

زر دوه سوه ؤه کاله د هجرت ؤ

مير انور دا غزل وېلے د ماتم ؤ

کله چې محمدي صاحبزاده باندې ډيوه ريډيو پروګرام کوؤ،ښاغلي ډاکټر پرويز

مهجور ډېرې ښکلې خبرې کړې وې چې د محمدي صاحبزاده خپله د غزل زمکه ډېره

زياته کمه ده،د نورو شاعرانو په زمکه ئې تظمينونه کړي دي،دغه شان قنبر علي

خان هم ډېر زيات تظمينونه کړي دی - په ټول کښې ئې زيات د رحمان بابا په

مصرعو ئې تظامین کړي دي چې تعداد ئې اتۀ دے مثال په توګه

ما چې ؤلېدۀ د زړۀ په سترګو ستا مخ

نور مې هيچرې ؤ نۀ ليد د بلا مخ

د رحمان د دې غزل جواب قنبر کړۀ

ما سحر صبا ليدلے دۀ د چا مخ

دحميدبابا د درېو غزلوجواب ئې کړےدےدا يو مثال

معلوميږي يار د سترګو الواتۀ

چې عاشق ئې لۀ نظره پرېوتۀ

د حميد جواب قنبر علي تکرار کړۀ

بد دې نۀ مني دلبر زما کاتۀ

عبدالقادر خان خټک د دوه غزلو د علي خان د دوه غزلو ،د مرزا خان انصاري د

يو غزل، مياں شرف الکوژي،د يو غزل،صديق پوپلزي او د نصر الله د يو غزل جواب

ئې کړے دے،داسې دا تعداد ۱۹ شۀ خو د قنبر علي خان د نورو کلاسکي شاعرانو نه

د ابجدو ډېر زيات حسابونه کړي دي چې زبر او بينات ورته وئېلے شي ۔او د امام

حسين د مرثيو لۀ کبله منفرد شي،نورو کلاسکي شاعرانو مرثې ليکلي دي خو دا د

خپلو خپلوانو او دوستانو دي د امام حسين مرثيه د چا هم ليکلي زما لۀ نظره

نۀ ده تېروتې

د ابجدو د حساب ګڼ مثالونه ئې په کلام کښې موجود دي خو زۀ په يو دوو اکتفا

کوم

حجج شمار کړه په ابجد

چار ده معصوم دي دا وېنا ده

حل ئې ح=۸

ج=۳

ج=۳ = ۱۴

دغه څلوارلس هغه کسانو سره په شمير برابر دي چې د شعيه ګانو په حساب معصوم

دي

کۀ طالب ئې د هغۀ شاه شهيد

د يقين په ملک کښې نۀ ئې ترې بعيد

زۀ قنبر علي غلام يم د حسين

چې شريف کالونه عمر ئې مجيد

حل م=۴۰

ج=۳

ي=۱۰

د=۴ =۵۷

د امام حسين عمر ۵۷ کاله ؤ۔

د فاطمې بي بي لۀ خلې نه مرثيه په شهادت د امام حسين

ځار شه مور ستا د کاکلو

ځارېږم څو په ستا د مخ په ګلو

کۀ د تا د مخ په ګلو خزان راشي

تر قيامته به وي کوکي د بلبلو

کۀ ناوک د اجل ستا په حسين راشي

اور به پورې کړي د جونو په اوربلو

زۀ چې ستا د مخ ديدن کوم حسينه

زړۀ مې تاب نۀ لري سترګو په چغلو

دتا دروح بلبل کۀ باز د اجل يوسي

د ما زړۀ به ورسره وړي په منګلو

پر جنابه ستا د مخ طوطي پرواز کړه

ښۀ شوه ماڅخه ځاۓ نۀ دے د ساتلو

کۀ لۀ غمه دې زۀ رغېږم ځويه

زړۀ مې غوڅ کړۀ ستا ملال ملال کتلو

خله دې بند کړه اے قنبر علي نور بس کړه

د قلم ژبه دوه ځاۓ شوه په دا وئېلو

د قنبر علي خان شعر د استادانو د شعر په معيار کښې کم دے خو بيا هم د هغۀ

په کلام کښې تشبهات ،اشارې ،کنائې او شاعرانه حسن موندے کيږي،او کله کله خو

ډېر ښکلے غزل ليکي

غزل

لکه خالص شراب ښائست کوي د جامه سره

هسې د يار شونډې لذت کا لۀ دشنامه سره

د طريقت وضو مې ؤکړو د صورت په وينو

د معرفت رکوع سجود کړم لۀ قيامه سره

ما د نسيم په خله پېغام کول د يار په لورې

زړۀ مې له شوقه ووت لاړو لۀ پېغامه سره

کۀ څوک د زړۀ حقيقت غواړي څۀ به خله ئې وائي

کله د خاص خلوت خبرې شي لۀ عامه سره

زړۀ په اول اخر پيدا د محبت لۀ رنګه

لکه اغاز چې پيداشوے لۀ انجامه سره

ما له کامله تلقين واغست د عشق په درس کښې

د نور عالم په دود مې څۀ له ننګ و نامه سره

قنبر علي د شاه صفت کوم د زړۀ په مينه

ځکه ساده کاغذ رنګين شو لۀ کلامه سره