شعر

عثمان شاہ ملاجان

علي خان

عثمان شاہ ملاجان

نوم عثمان شاہ خو سېد نۂ دے ۔ تخلص ملاجان د پلار نوم رحمت شاہ

تاریخِ پېدائش ۱۹۴۷ء د پېدائش ځاے ھوتی مردان محلہ ﷲ دادخېل اوس پہ بفہ

ھزارہ کښې پاتې کېږی او ځان د ھزارې ګڼی او ھزارہ والو د ھزارې تصور کړے

دےاو د ھزارې والو نہ ئې ورلہ ډېر عزت ورکړے دے ۔ دنیاوی تعلیم ئې پرائمری

دے ۔ خو د شاعرۍ پوھہ ئې ښہ ډېرہ دہ ۔ ملا جان پہ نامساعد حالاتو کښې

ژوندتېر کړے دے ۔ خودار دومرہ چې ھغۂ چرتہ ھم پہ چا دا نۂ دہ اشکارہ کړې ۔

جامہ ئی ھمېشہ صفا ستھرہ زېبِ تن کړ ې دہ ۔ پہ ابتدا کښې چې پہ ھزارہ کښې د

پښتو ادب بیا احیا کېدلہ ملاجان د ځنو شاعرانو اصلاح ھم کړې دہ ۔ د ادارہ

علم وادب بفہ او د پښتو اکېډېمۍ ھزارہ جوړولو کښې د ملا جان ښہ فعال کردار

وۂ ۔ ملا جان یو حساس شاعر دے نظم او غزل دواړہ لیکی خو غزل تہ ئې رحجان

ډیر دے ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې دي رومانیت ، قام پرستی ، پښتو ژبہ او معاشی

نا انصافی ژبہ ئی خوږہ پستہ او روانہ دہ ۔ پہ کلاسک کښې رحمان بابا ئې د

خوښې شاعر دے ۔ د موجودہ وخت پہ شاعرانو کښې اجمل خټک او رحمت شاہ سائل ئې

خوښ دي ۔

دړدہ د غربت څۂ څړیکې څړیکې شوې

بیا د ژوند پہ دشت کښې کریکې کریکې شوې

اے د بې وسۍ د ژوند ترخې قیصې

لاړې پہ تندی مې لیکې لیکې شوې

وختہ دا دې څۂ اوکړل زما سرہ

لارې د منزل ډېرې باریکې شوې

لاړلو شبکور شو د امید نظر

شپې ورځې پہ ما تورې تاریکې شوې

څوک دې د احساس پہ مرۍ ګوتې ږدې

اوښکې چې دا ستا پہ غم شریکې شوې

ګرم ئې ملاجانہ د غربت پہ نوم

څنګہ د دنیا سترګې تندې کښې شوې

لا ستا پہ مینہ کښې جانانہ ھجران ھغسې دے

زما پہ زړۂ دې د لیدلو ارماان ھغسې دے

څوک بختور بہ مزې اخلی د سپرلی د ګلو

پہ مونږ سپېرو خو د عمرونو خزان ھغسې دے

خوږہ جانانہ داسې مۂ وایہ چې ھېر دې کړمہ

زما خو زړۂ او ځان لۂ تانہ قربان ھغسې دے

زما د زړۂ د کورکی نہ دې خداے مۂ اوباسہ

زما زړګے خو ستا د پارہ دلان ھغسې دے

د ھر یو رنګ نہ جوړوی دې پہ ښائست غزلې

ستا ملا جان ستا د ښکلا ثنا خوان ھغسې دے