کافور

kaafóorKafoorkā-fūr

کافورnounmasculine

camphor

Meanings

  1. camphor

Pashto definitions

  1. يو قسم ونه او د هغې نه جوړه يو قسم خوشبويه سپينه دوائي
  2. د سپينو وېښتو د پاره استعارتاً استعماليږي
  3. کاپور، کامفور، يو ډول سپينه، الوتونکې (فرار کوونکې، volatile)، کريسټاليني ماده ده، په چين، هند، جاپان او سوماترا کې د کافور له ونې څخه لاس ته راځي. د دې ونې لرګی او ريښې ميده کوي، په اوبو کې يې ايشوي او تقطيروي يې. د دې څخه متبلورې دانې جوړېږي چې هماغه کافور دی. د کافور ونه لويه او تل شنه وي لګی يې سپين او سپک دی. د بد بوی په درلودلو سره يې په ټوکرانو کې ږدي چې اوبزی (کوبه) يې ونه وهي. فورمول يې C10 H160 دی. د سلولايډ په صنعت او طلب کې کار ځنې اخلي؛ قيصوري کافور: د هندوستان د قيصور د سيمې يو راز کافور
  4. يو ډول سپينه، الوتونکې ماده ده چې د کافور له ونې څخه لاس ته راځي.
  5. کاپور هم ورته وايي. يو ډول سپينه الوتونکې (فرار کوونکې) کريسټاليني ماده ده، چي په چين، هند، جاپان او سوماترا کي د کافور له وني څخه لاس ته راځي. د دې وني لرګي او ريښې ميده کوي، په اوبو کي ئې ايشوي او تقطيروي ئې. د دې څخه متبلوري دانې جوړېږي، چي هماغه کافور دي. د کافور ونه لويه او تل شنه وي. لرګي ئې سپين او سپک دي. د بد بوی په درلودلو سره ئې په ټوکرانو کي ايږدي، چي اوبزي ئې و نه وهي (پښتو- پښتو تشريحي قاموس).
Translations (3)
German
Kampfer
French
camphre (m.). · camphre
Russian
камфара.

Etymology: Arabic