غزل
شپه يې وينځه بي بي نور
Khushal Khan Khattakشپه يې وينځه بي بي نور
تور زنگي نوم يې کافور
مرده شوی چې منافق وي
مړ جهود بولي مغفور
سفله ټول کا څو درهمه
تر خواجگانو شي مغرور
دروغجن تر ټوپه ورشي
د کابل کاندي مذکور
خپله بل وته نيولې
په پردۍ باندې غيور
پټې ډکې پيالې اخلې
ښکاره مه خوره يو انگور
موحد د رسالو شه
تر ځان کوز گڼه حضور
د خوشال سره خندا کړه
بيا يې ژاړه په سرور