غزل
هغه کار لکه په تور و
Khushal Khan Khattakهغه کار لکه په تور و
ما ليده چې په سپين نور و
چا به مښک په کافور ورکړل
ولې بيه نه وه، زور و
تل په شپه بازار خورېږي
په رڼا گوره چې خور و
يا يو خوب و چې ليده سو
يا يو خيال، خاني بيوور و
چې ځيگر خوري له خپل زويه
عجب ښه مهر دمور و
اووه غله پرې حواله وو
څه ناتار شو يو څه کور و
لږ يې راکړل، ډېر يې يو وړل
پور وړی مې سود خور و
ما تۀ وليدې خوشاله!
چې دې څومره زور و شور و