غزل
ای دهقانه وخت دکار او ستا دزیار دی
Gul Pacha Ulfatستا دلاس ګټې ته هر څوک امید وار دی
خبل وطن په هر راز بوټو ښایسته کړه
ستا په سعیه داوطن ګل ګلزار دی
ګوره پرې نږدې دا ځمکه هسې شاړه
دنیا ده ستا دغوايي په ښکر ولاړه
نن ملا ټيټه کړه خپل کارته غفلت مه کړه
بیا په خپل چمن کې ګرزه هسکه غاړه
ستا دلاس ګل ته بلبله خوشحالیږي
ستا له باغه هر سحر وږمه تا ویږي
ښایسته نجونې ږدي ستا ګلان وربلو کې
بورا هم ستا په ګلانو ټپریږي