شعر

د ښځو شکوه

Gul Pacha Ulfat

بادونه د خزان غوټۍ خندا ته نه پرېږدي

ظالم صیاد بلبله د ګل خوا ته نه پرېږدي

اختیار مې د ځان نه شته دی د جبر په مذهب یم

دادا مې د خپلې خوښې او رضا ته نه پرېږدي

هیڅ نه شمه ویلی چې په کوم کور کې به سوځم

زما د زړه لالیه څوک مې تا ته نه پرېږدي

په چا وکړم عرضونه چا ته وکړمه ژړا زه

دا بد رسم و رواج مې حق وینا ته نه پرېږدي

وهل که ټکول وي چا ته هیڅ نه شم ویلی

ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي

د جهل په تیاره کې به اوسېږمه تر کومه

ما څوک د علم و فن پوهې رڼا ته نه پرېږدي

له ما نه تربیت د پوه اولاد غوښتل خطا دي

تعلیم ته مې چې څوک د مکتب خوا ته نه پرېږدي