نظم
ابليس وخندل
Abdul Bari Jahaniخالق دا ښکلې دا رنګينه مځکه
د هسکو غرونو د لعلونو د سيندونو سره
انسان ته وبخښله
او په سينه کي يې ورکښېښودله خپله مينه
خو ده په زړه کي د شيطان په لمسه
د سرو او سپينو او د خاورو مينه وروزله
د همدې ميني په خاطر يې د ورور ويني توى کړې
د فرشتو له سترګو اوښکي راغلې
او شيطان ومسېدى
د همدې ميني په خاطر يې ولسونه اېل کړل
د يوه لوى سپه سالار په نوم پوځونه جوړ سول
د مځکي يې لاندي کړلې
جونګړي ونړېدې
د سرو او سپينو خزانې جوړي سوې
سپه سالار له خپله ښاره کلا وګرځول
او د بل ښار د خزانو په طمع وخوځېدى
توري راووتلې
چړې په وينو سولې
سرونه وغړېدل
کلي لمبه لمبه سول ښار او کوڅو اور واخيستى
سپه سالار ښځي له ښاره څخه ليري يووړې
او په تاوده يې کړل د سود او د سودا کونجونه
کتار کتار ځوانان يې ودرول
د ټولو زړونه رپېدل سترګي يې هېښي پاته
او يو ګړى را وروسته
د لوى پېشوا په حکم
لکه برګونه د خزان سرونه ورژېدل
فرشتو وژړل شيطان له خوښۍ ونڅېدى
پېړۍ پېړۍ د جنګ لمبو ښارونه وسوځول ـ
دښتونه ورنګېدل ـ
د بې خبرو د ناپوهو خلکو ـ
د برېتورو د غښتلو اتلانو ـ
د زمرو په وينو ـ
د غرو لمني د ښارونو کوڅې ورنګېدې ـ
او يوه شپه څه کرغېړني شيطاني وسوسې ـ
د کوم ظالم سپه سالار و زړه ته لار پيدا کړه ـ
فوج يې راوباله لښکري يې راجمع کړلې ـ
او دښمن د ستر معبد خوا ته يې مخه کړله ـ
د فرشتو زړونه بيا ورپېدل ـ
او پر شيطان له خوشحاليه جامې تنګې سولې ـ
سپه سالار د خوني فوجه سره ـ
په لار کي کلي، درمندونه لوى ښارونه چور کړل ـ
هر څه يې وسوځول ـ
د غرو لمني بيا په وينو سرې سوې ـ
هديرې ډکي سولې ـ
له ښاره پورته سوې د ښځو ماشومانو چيغي ـ
او د پوځونو له هيبته مځکه سره تبۍ سوه ـ
سپه سالار لکه خوني ځناور ـ
سترګي يې سرې وې غړومبېدى له قهره ـ
ايستلې توره د معبد پر لوري وخوځېدى ـ
او هلته پرې سول پر سجدو باندي پراته سرونه ـ
يو ګړى وروسته معبد ونړېدى ـ
د خداى پر مېنه لمبې وڅرخېدى ـ
د ليري ليري هيوادونو د بچو سينو کي ـ
د انتقام بڅري وځلېدل ـ
د هر يوه په زړه کي ـ
د تل لپاره د غضب اورونو ځاله وکړه ـ
په آسمانو کي د ملکو ساندي پورته سولې ـ
او د ابليس له کوره راغلل د قاه قاه ږغونه ـ