غزل

هغه ښکلو چې په خپل حسن  سینګار

Gul Pacha Ulfat

زړه له هر چا ځنې وړلو په تلوار

ورته ګوره چې نن ټولو زړه بایللې

په ښایست او لطافت دنو بهار

دا ښایست ګلا لي غرونه بې نظیر

په هرګوټ کې یې لیده شي یو کشمیر

هیڅ بلبل له دې چمن نه وتی نه شي

تړل شوي دي دحسن په ځنځیر

څومره ښکلي ښکاره کیږي چمنونه

په لیدو یې تازه کیږي مړاوي زړونه

ښکلي ټول نن دبهار سیل ته وتلي

پسرلي کې  لیدل کیږي ښه مخونه