نظم

آغاز او انجام

Gul Pacha Ulfat

يو څو روځې پس يې بادو يوړلی پاڼې

خپل آغاز انجام هېڅ نه شو و رعيان

په زرگونو کلو گورو چې ژوندون شته

حرکت شته لوئيده شه مخکښې يون شته

له آغازه له انجامه خبر نه يو

دومره وايو چې دورونه د گردون شته

له دې خاورو لاندې پټ دي عالمونه

چې يې نه دي ښکاره کړي خپل مخونه

سېلابونه او سيلۍ د جهان واړه

وړي د بل عالم له مخ ځنې گردونه