نظم
اگست 1947 ع
Ghani Khanنن انسان شو د انسان دوينو تږے
نن مجنون شو د جانان د وينو تږے
داسې ړوند په سترگو ړوند شولو د تندې
چې ترې پورته شو حېوان د وينو تږے
دا محل د چا باچا د شان او شرنگ دے
کۀ دا پروت دے بيابان د وينو تږے
دا قيصه د يار د کور او استانې ده
کۀ د ظلم يو داستان د وينو تږے
داسې زهر چې ښامار ورته پسخيږی
داسې تاؤ چې کړی جانان د وينو تږے
داسې قهر چې لمبه کړی خپلې سترگې
داسې ځان چې وی د ځان د وينو تږے
داسې ړند چې د ادم په وينو مست وی
داسې شر چې کړی اسمان دوينو تږے
لېونيه! د مستۍ باغ ته ترې تښته
نن د تندې مری جهان د وينو تږے